په ميانمار کې د رېښتر په کچه د ۷.۷ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۶۹۴ او د ټپيانو شمېر ۱ زر او ۷۰۰ ته لوړ شوی دی.
د رويټرز په راپور کې راغلي، چې تر ټولو ډېر زیان د میانمار دویم لوی ښار “ماندالا” ته رسېدلی دی. ورتهمهال ټایلنډ کې هم د رېښتر په کچه د ۷.۳ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي، ۲۶ تنه ټپيان دي او ۴۷ نور یې نادرکه دي.