ډېر لوستل شوي

افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ نمانځل کیږي

نن(یکشنبه، د کب لسمه) د افغانستان او سعودي عربستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د کوچني اختر د لومړۍ ورځې په توګه نمانځل کیږي.

د سترې محکمې د میاشتې د لیدو کمېټې پرون ماخوستن په ټول هېواد کې نن یکشنبه د اختر د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې.

له بلې خوا، د کورنیو چارو د وزارت په ګډون بېلابېلو نظامي ارګانونو د اختر شپو ورځو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.

تمه ده، امیرالمؤمنین حفظه الله هم د ګڼو مسوولینو او ملکي وګړو په شتون کې د کوچني اختر د لمانځه امامت وکړي.

د پاکستان، ایران، بنګله دېش او هندوستان په ګډون ګڼو نورو هېوادونو سبا دوشنبه کوچنی اختر اعلان کړی دی.

اړوند خبرونه