د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې په ټول هېواد کې سبا(یکشنبه، د کب لسمه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې ویلي چې د میاشتې د لیدنې د شاهدانو شاهدي شرعاً د منلو او سبا په ټول هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلانوي.
د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې کابل او ولایتونو کې له مسوولینو او ملکي وګړو غوښتي وو چې د “شوال” میاشتې د لیدلو هڅه وکړي.
یاده دې شي چې ځینو اسلامي هېوادونو لا دمخه یکشنبه او ځینو هېوادونو دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.