د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د کوچني اختر د لمانځه مراسم ترسره پر ځای شوي.
دې مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر، مولوي عبدالکبیر په ګډون د کابینې یو شمېر غړو، امارتي مسوولینو او په کابل کې مېشتو ډیپلوماتانو ګډون کړی وو.
مولوي عبدالکبیر راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ویلی او ویې ویل چې کوچنی اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ، یووالي او ثواب ځانګړې ورځ ده. هغه د افغان ولس د سولې، سوکالۍ او اقتصادي پیاوړتیا د دوام هیله څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي امارت موخه دا ده چې هېواد د تلپاتې ثبات او پرمختګ لور ته بوځي.
نوموړي د مجاهدینو قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام د بریا تر شا د شهیدانو وینې دي، نو ټول افغانان مسوولیت لري چې د هغوی ارمانونه پوره کړي. نوموړي پر ولس غږ کړی چې د اختر په مبارکو ورځو کې د غریبانو او اړمنو کورنیو پوښتنه وکړي، له هغوی سره مرسته وکړي او خپله خوښۍ ورسره شریکې کړي.
مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې وړاندې زیاته کړه، چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې او د پانګوالو د جذب لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي او د کانونو استخراج، د برېښنا بندونو، د لویو لارو جوړولو، د قوش تېپې کانال سترې پروژې پیل شوې دي او ډېر ژر به دافغانستان د رېل پټلۍهم پراختیا ومومي چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته به لاره هواره کړي.
سرپرست وزیر زیاته کړه: اوسمهال په هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی، فساد له منځه تللی، نشهیي توکي منع شوي، او صنعتي ښارګوټي فعال شوي دي. اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته ژمن دی او د سیمهییزو پروژو ملاتړ کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له هغو هېوادونو مننه کړې چې د افغان کډوالو کوربهتوب یې کړی دی او هیله یې څرګنده کړه چې دغه هېوادونه به لا هم له زغم او صبر څخه کار واخلي اوهلته میشت افغانانو ته وخت ورکړي څو په دواطلب ډول خپل هېواد ته را وګرځي.
نوموړي د فلسطین پر مظلوم ولس د یرغلګرو اسراییلي ځواکونو بریدونه وغندل او له نړیوالو یې غوښتلي چې د غزې د مسلمانانو ملاتړ وکړي. مولوي عبدالکبیر په پای کې د افغانستان ټول غیور ولس ته د کوچني اخترمبارکي وویله او د هېواد د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ دعا یې کړې.