ډېر لوستل شوي

کندز کې شل تنه د نامشروع لوبو او د عامه نظم د ګډوډونې پر تور نیول شوي

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ پولیسو تېره شپه ناوخته د یوه کشفي راپور په مټ دې ولسوالۍ کې شل تنه د نامشروع لوبو او د عامه ذهنیت د ګډوډونې پر تور لاس په لاس نیولي دي.

د کندز د امنیه قومانداني مطبوعاتي دفتر ویلي، چې له دې کسانو  د دمبورې وسایل او موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.

ویل کیږي چې نیول شوي کسان به اړوندو ارګانونو ته وروپېژندل شي.

یاده دې شي چې افغان ځواکونه د عامه ذهنیت د ګډوډونې او د هېوادوالو ځورونکي او څاري یې.

اړوند خبرونه