د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير د ايران د بهرنيو چارو وزارت له سلاکار رضا بهرامي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، په ايران کې د افغان کډوالو د وضعيت او خپل هېواد ته د هغوی د خوښ رضا ستنېدو په تړاو خبرې شوې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت سلاکار رضا بهرامي له ښاغلي عبدالکبير غوښتي، چې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره له يوې طرحې سره يو ځای یاد هېواد ته سفر وکړي.
بهرامي دغه راز زياته کړې، دا مهال شاوخوا اته ميليونه افغانان په ايران کې ژوند کوي، چې له دې شمېر څخه څلور ميليونه يې د قانوني اقامت اسناد نه لري او يا يې هم دغه موده پای ته رسېدلې ده. ياده دې وي، چې په دغه ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو په برخه کې د ايران له تل پاتې همکارۍ مننه کړې او په دې برخه کې يې په لا ډېرو همکاريو ټينګار کړی دی.