ډېر لوستل شوي

د نورستان لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د ۲۰ جريبه ځمکې د پيرلو بودیجه منظوره شوه

د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د ځانګړي مهرباني له مخې، د نورستان لوړو زده‌کړو مؤسسې لپاره د ۲۰ جريبه ځمکې د تثبيت او پيرلو بوديجه منظوره شوې ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي وايي، چې يادې مؤسسې د تدريسي او ادارې چارو په پاره وړ ځای نه درلود؛ نو په دې اساس عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د ۲۰ جريبه ځمکې د پيرلو هدايت ورکړی دی.

د نوموړي په وينا، په نږدې راتلونکي کې به يې د تثبيت او پيرلو چارې رسمآ پيل شي. د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین حفظه‌الله د هېواد د علمي بنسټونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

اړوند خبرونه