د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسيا د دفتر مشر ايريک ماير د يو پلاوي په ملتيا په روانه اوونۍ کې پاکستان ته رسمي سفر کوي.
ياد وزارت د دې سفر موخه له پاکستان سره د اقتصادي اړيکو پياوړتيا ښودلې ده.
ویلکېږي، چې دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د کانونو په برخه کې د پانګونې او په ټوله کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي. امريکايي پلاوی داسې مهال دې هېواد ته ځي، چې دغه هېواد له جدي اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی.