کورنیو چارو وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، غور، سمنګان او هرات کې د قتل، قمار او غلا په تور ۱۶ تنه نیولي دي.
له دې مجرمینو شپږ تنه د قمار او څلور تنه د وژنې په تړاو په تخار، دوه وسلوال د سرګلولې په وسیله د یوه کس د ټپي کولو په تړاو په غور، دوه تنه د غلا په تړاو په سمنګان او دوه تنه نور په هرات کې نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
یاده دې شي چې امنیتي ځواکونو تل ډاډ ورکړی چې هېچا ته به د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.