د بلخ امنیه قومندانۍ ویلي چې ددې ولایت په مارمل ولسوالۍ کې پر یو شمېر ماین جوړوونکو خپل ماین چاودلی دی.
مسوولین زیاتوي چې دې چاودنه کې یو تن زخمي شوی او پر تور یې ۳ ماینجوړوونکي نیول شوي دي.
له دغو کسانو ۱۳ کیلوګرامه باروت او له ۲۸ مرمیو سره د کره بین په نوم یوه وسله ترلاسه شوې ده.