ډېر لوستل شوي

جلال اباد کې اووه تنه له ناچلو افغانیو سره نیول شوي

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې منسوبينو له لوري اووه تنه له جعلي افغانیو سره لاس په لاس نیول شوي دي.

دا کسان په داسې حال کې نیول شوي چې په همدې پیسو یې له هټیو توکي پېرودل.

د ننګرهار ځایي مسوولینو ویلي چې مجرمینو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او اړوندو ارګانونو ته وروپېژندل شي.

یاده دې شي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د دوکه‌کوونکو پر وړاندې مبارزه شوې ده.

اړوند خبرونه