ډېر لوستل شوي

د اقتصاد وزارت سرپرست: د بهرنيو مرستو په بندېدو سره سره هېوادوال د ګڼو پروژو د پلي کېدو شاهدان دي

د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف وايي، په داسې حال کې چې د تېرې ادرې ۷۰ سلنه بوديجه له بهرنيو مرستو تمويلې ده؛ خو اوس د دې بهرنيو مرستو په بندېدو سره سره هېوادوال د ګڼو پروژو د پلي کېدو شاهدان دي.

ښاغلي حنيف د شرقي زون د موټرو د ترمينل د جوړولو د چارو په پرانېستغونډه کې ويلي، چې اسلامي امارت نږدې څلورو کلونو کې ۳۳۷ پروژې بشپړ او ځينې نوري تر کار لاندې دي.

د اقتصاد وزارت د سرپرست په وينا، اسلامي امارت هڅه کوي چې لوي لارې په معياري توګه او د ټولو امکاناتو په درلودو سره جوړې کړي. د ويلو ده، چې د شرقي زون د موټرو د ترمينل د جوړولو د چارو په پرانيستغونډه کې د اسلامي امارت ګڼو چارواکو ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه