ډېر لوستل شوي

د شرقي زون د موټرو ترمینل د جوړولو چارې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د هېواد د شرقي زون د موټرو ترمینل د جوړولو چارې د ۱۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښار په پل‌چرخی کې پیل شوې.

 د امید راډیو د خبریال په وینا، چې د دې ترمینل د بنسټ ډبره نن (یک‌شنبه، وري ۱۷مه) د اسلامي امارت د چارواکو په شتون کې اېښودل شوه.

 ياد ترمینل به د کابل ښار په ختیځ کې په ۷.۲ جریبه ځمکه کې په معياري توګه جوړ شي او موخه یې هم د هېواد د شرقي زون د ځمکني ترانسپورټ په بهير کې اسانتياوې برابرول ښودل شوي دي.

 د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال صديق‌الله عابد د دې پروژې د پیل په مراسمو کې ويلي، چې د ترمینلونو نشتوالی په هېواد کې د ترانسپورټ د بنسټیزو ستونزو څخه دی. ښاغلي عابد زياته کړې، چې اسلامي امارت د دې ستونزې د حل لپاره ۲۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې او په تېرو درې نیمو کلونو کې یې په دې برخه کې ۳.۵ میلیارده افغانۍ پانګونه کړې ده.

 د نوموړي په وینا، دغه پانګونه به د اسلامي امارت له بودجې څخه او یا هم د خصوصي سکتور له لوري ورکړل شي. د يادونې وړ ده، چې د دې ترمينل چارې به په راتلونکو ۱۸ مياشتو کې بشپړ او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

اړوند خبرونه