ډېر لوستل شوي

صهیونېست رژيم د فلسطیني کډوالو پر خېمو هوايي بريد کړی

د اسراييلو صهيونېست رژيم نن سهار يو ځل بيا د فلسطيني بې‌ځايه شويو پر خېمو هوايي بريد کړی دی.

د فلسطيني رسنيو د راپور له مخې، صهيونېست رژيم دغه بريد د خان‌يونس ښار لويديځ ته د “المواصي” په سيمه کې د فلسطيني کډوالو خېمې او يو د ستوګنې کور په نښه کړی دی.

د راپور له مخې، په ياد بريد کې لږ تر لږه ۸ تنه شهيدان شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

په همدې حال د غزې ښار ختيځ ته په الشجاعيه سيمه کې هم ورته بريد شوی، چې په دې بريد کې څو تنه شهيدان او ټپيان شوي دي.

اړوند خبرونه