د فراه د پوهنې ریاست مسوولینو دې ولایت کې د ۲۰ زیانمنو ښوونځیو د رغونې خبر ورکړی دی.
د فراه د ځایي مسوولینو له قوله، ددې ښوونځيو پر رغونې شاوخوا ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د فراه د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې ټولټال ۵۵۸ رسمي، خصوصي او کلیوالي دیني مدرسې او ۳۹۵ ښوونځي شته، چې له ډلې یې ۱۸۸ ښوونځي ودانۍ نه لري او د یادو ښوونځيو زده کوونکي په خیمو او کرایي ودانیو کې پر زده کړو بوخت دي.
یاده دې شي چې پوهنې وزارت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځيو او مدرسو پر رغولو لاس پورې کړی.