ډېر لوستل شوي

لوړو زده کړو وزارت کې د ناوړه دودونو د مخنیوي فرمان د ابلاغ غونډه شوې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې د مرکزي ادارو او مرکزي تحصیل  بنسټونو له رییسانو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د نوي توشیح شوي فرمان د ښه رسونې او څرنګوالې په پار مشورتي ناسته کړې ده.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یاده ناسته کې ویلي چې د امیرالمؤمنین حفظه الله ټول فرمانونه د شریعت مطابق او زموږ پر خیر دي. نوموړي د خوښیو او مصیبتونو په اړه نوی توشیح شوی فرمان مهم بللی او په وینا یې موږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډېری ناسم رواجونه لرو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وړاندې زیاته کړې چې موږ مکلف یو، لومړی د خپلې ادارې اړوند کارکوونکو او بیا د هېواد ټولو وګړو ته دغه فرمان ابلاغ او په عملي کولو کې خپل رول ادا کړو.

د یادو فرمانونو د ابلاغ او پلې کولو په پار ددې غونډې ټولو ګډونوالو خپل اندونه وړاندې کړل او د څارنې په موخه یې ورته یوه کمېټه رامنځته کړې ده.

یاده دې شي چې د اسلامي امارت د زعیم له لوري په وروستیو کې په پینځو مادو کې یو فرمان خپور شوی چې ګڼ ناوړه دودونه پکې منع اعلان شوي.

اړوند خبرونه