د هلمند د امنيه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې له ترهګرۍ سره د مبارزې امریت مسوولینو له لوري د يو لړ خاصو او کشفي عملیاتو په پایله کې ګڼې وسلې، مهمات او ۴ مجرمین نیول شوي دي. ياد عمليات د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې ترسره شوي.
ددې عملیاتو پر مهال ۲ ميله کلاشينکوفونه، ۳ ميله ميګاروف تفنګچې، ۴ دانې د تفنګچې پوښونه، ۱۱ دانې د کلاشنکوف شاجوران، ۶ دانې د تفنګچې شاجورونه، ۲۰ دانې د سقيل شريدونه، ۱۷۴۰ فيره مختلف النوع مرمۍ، ۲۶ لاسي مخابرې، ۲ دانې د رینجر مخابرې، ۸ دانې د مخابرې کانچې، ۱۲ دانې د مخابرې انتنونه، ۵ دانې د مخابرې چارجرونه، ۱ يو دانه د کوډان جيمر انتن، ۲ دوه دانې کمپيوټرونه، ۱۰ لس ګوني د مخابرې او نظامي لینونه، ۲۲ جوړې درېشۍ، ۴ جوړې نظامي بوټونه، ۱۰ دانې کمربندونه، ۲ دانې لاسي بمونه، ۱ د اوروژنې ډبه، ۹ دانې لاسي ګروپونه، ۱۰ دانې د راکټ انداز پټاسونه، ۱ د کمک اولیه بکس، ۲ دوه دانې د رینجر کيبلونه، ۱ دانه د هاموي ټانګ کيبل، ۱۰ دانې شريدبکسي، ۱ پايه کامره، ۱ د رینجر بتې، ۲ دانې د رینجر د تېلو ډبې او ۱۸ دانې پیشنګونه ترلاسه شوي دي.
ددې وسلو او مهماتو په تور ۴ تنه نیول شوي چې د عدلي او قضايي ارګانونو تر پوښتنو ګروېګنو لاندې دي.