ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل ګڼل کیږي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولینو سږکال په دې ولایت کې د ۴۸۰ مټریک ټنو ځمکنیو توتانو د حاصلاتو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي چې اوسمهال په دې ولایت کې د ځمکنیو توتانو کښتونه پراخ شوي او یاده مېوه د کوکنارو ښه بدیل ګڼل کیږي.

نوموړي زیاته کړې، ځمکني توتان اوسمهال د ننګرهار په سره رود، خوږياڼو،کوټ او دره نور ولسواليو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه  کرل شوي دي.

د ځمکنیو توتانو بزګر هم خپلو حاصلاتو ته خوښي ښیي او په وینا یې چې ددې مېوې مینوال او اخیستونکي ورځ په ورځ په ډېرېدو دي.

اړوند خبرونه