ډېر لوستل شوي

په هرات کې د ټاپي پروژې رغنیزې چارې ګړندۍ کېږي؛ افغان او ترکمن چارواکو ګډه لیدنه کړې

په هرات کې د ټاپي پروژې رغنیزې چارې ګړندۍ کېږي؛ افغان او ترکمن چارواکو ګډه لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف په هرات ولایت کې یې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، چې دواړو لوريو د دې پروژې د پرمختګ په تړاو خوښي ښودلې او د چارو پر لا چټکتيا يې ټينګار کړی دی.
د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي شاوخوا دولس کیلو مټره نل‌لیکه غځول شوې او د څه باندې ۲۰ کیلومټرو په اوږدوالي د نل‌لیکې سیمه هواره شوې ده.
ټاکل شوې، چې د کارونو د چټکتیا په موخه په راتلونکو ورځو کې هم‌مهاله په څو سیمو کې چارې پیل شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې ليدنه کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست او په ترکمنستان سفير سربېره د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي او د ټاپي نل‌لیکې کمپنۍ لمېټډ اجراييوي رييس مراد امانوف او نورو مسوولینو هم ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه