ډېر لوستل شوي

بغلان کې ټرافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

 د بغلان د امنیه قوماندانۍمسوولینو ویلي چې ددې ولایت د نهرین ولسوالۍ د شیخ جلال کوتل اړوندو سيمه کې د يوه سراچه موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان دي.

د بغلان مسوولنیو ویلي چې ددې پېښې د سبب پلټنه کوي.

ددې پېښې په مړو کې دوه نارینه او یوه ښځه او په ټپیانو کې دوه نارینه او درې ښځې شاملې دي. د مسوولینو په وینا، ټپیان د درملنې په موخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې دې ولایت کې څو ورځې وړاندې هم په یوه بله ټرافيکي پېښه کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

اړوند خبرونه