د يمن د پلازمېنې صنعا په شعوب سيمه کې په يوه کور د امريکا په هوايي بريد کې ۲۵ حوثيانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د العربيه د راپور له مخې، دغه بريد د حوثيانو د يوه قوماندان په کور شوی، چې پکې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم امریکا د یمن د الحدیده په سويل التحیتا سیمه کې د حوثي قوماندانانو په یوې غونډې برید کړی دی.