د میدان وردګو ولایت مقام دفتر ویلي چې ددې ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو په سیمه کې د یوه سړک د جغل اچونې چارې پیل شوي دي.
دا سړک د ميدان وردګو د والي قاري بختیار په لارښوونه، د ټولګټو ریاست په ماشینرۍ او د خلکو په همکارۍ پیل شوی دی.
د یادې سيمې اوسيدونکو ویلي چې د سړک په بيا رغيدو سره به یې ګڼې ستونزې حل شي.
د میدان وردګو د مقام دفتر ویلي چې تراوسه یې په لږو امکاناتو خو په پوره همغږۍ ګڼ سړکونه رغولي دي.