د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د افغان کډوالو د جبري اېستنې په تړاو د یوې غونډې خبر ورکړی دی.
په دې غونډه کې د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر او د کابینې نورو غړو برخه اخیستې وه.
دې غونډه کې چارواکو له افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند غندلی او په زوره د افغانانو اېستنه د ټولو اصولو خلاف کار بللی شوی دی. همدرانګه د پاکستان له ولس، سیاسي ګوندونو، علماوو او متنفذو شخصیتونو څخه غوښتنه شوې چې دې برخه کې خپل اسلامي او د ګاونډیتوب اصل ته په کتو ګام پورته کړي. وړاندې ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان ولسونه له کلونو راهیسې ګډې اړیکې لري او باید دا کلتوري او دیني اړیکې همداسې وساتل شي.
غونډه کې پر ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غږ شوی چې د دغه انساني ناورین برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
همدا رنګه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې له شته امکاناتو ګټه واخلي او د راستنېدونکو افغانانو پوره چوپړ دې وشي.