د سوريې لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.
د سوریې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې نوموړی به په راتلونکې اوونۍ کې اماراتو ته او له هغې وروسته به ترکيې ته سفر وکړي.
ياده دې وي، چې نوموړي تر دې وړاندې خپل لومړني بهرني سفرونه د روان زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې سعودي عربستان او ترکيې ته کړي وو.