ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د امریکا ۱۰ سلنه تعرفې د افغانستان سوداګري زیانمنوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د امريکا ۱۰ سلنه تعرفه به د افغانستان لاسي صنایعو، نوې سوداګرۍ، کوچنیو کاروبارونو او په ځانګړې توګه د ښځو سوداګرۍ ته زیان ورسوي.

ياد وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې غبرګون ښودلی او ويلي دي، چې افغانستان د پرمختګ په حال کې دی او د امريکا دغه اقدام به د هېواد په اقتصادي وده کې خنډونه رامنځته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د امریکا حکومت او نورو هېوادونو څخه غوښتي، چې په صادراتي او سوداګريزو اړیکو کې له افغانستان سره د ملاتړ او همکارۍ په بڼه ښه تعامل وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا له لوري د نويو تعرفو لګولو په تړاو نړیوالې اندېښنې او نیوکې راپورته شوې دي.

اړوند خبرونه