ډېر لوستل شوي

د مظلومې غزې غچ؛ حماس د صهیونېستي رژيم پر ښارونو توغنديز بريدونه کړي

حماس جهادي غورځنګ تېره ورځ په غزه کې د روانې نسل وژنې په غبرګون کې د اسراييلو صهيونېست رژيم تر توغنديزو بريدونو لاندې راوستی.

ياد جهادي غورځنګ وايي، چې دغه توغنديز بريدونه يې د اسراييلو پر څو ښارونو کړي دي.

په ورته وخت کې د صهونېست رژيم پوځ هم منلې چې شاوخوا لس توغندیز بریدونه شوي، چې یو یې مستقیم پر ځای لګېدلی دی.

اړوند خبرونه