د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (سهشنبه، وري ۱۹مه) د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د واورې، شړکنده بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، فاریاب او بادغېس هغه ولایتونه دي چې ښایي سبا پکې واوره او یا شړکنده بارانونه وشي.
یاد ریاست هېوادوالو ته د سېلابونو د راوتو او پسرلنیو ورښتونو کې د ځان ساتنې سپارښتنه کړې ده.