د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبير په مشري د نويو راستنېدونکو افغان کډوالو د اسانتياوو برابرولو په موخه ناسته شوې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نوې لړۍ د ښه مدیریت، اسانتیاوو چمتو کولو، د ستونزو حل او له اړوندو نړیوالو او حکومتي بنسټونو او ادارو سره پر همغږۍ خبرې او پرېکړې شوې دي.
ښاغلي عبدالکبير په دې ناسته کې دغه راز اړوند مسوولينو ته سپارښتنې کړې، چې د کډوالو د ثبت پروسې کړندي کولو په موخه د اړتیا وړ توکي او مسلکي کسان دې پولو ته ولېږل شي او همدارنګه دې په دې برخو کې وړ او مسلکي کسان وګمارل شي.
دا په داسې مهال ده، چې پاکستان خپله وروستۍ پرېکړه کړې، چې په زرګونو غير قانوني افغان کډوال به له دې هېواد څخه خپل هېواد ته راستانه کړي.