ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې موټرچلوونکو ته سپارښتنې شوي

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ اړوند د ټرافیکو مدیریت مسوولینو ویلي چې د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د لایزري څراغونو د ارزونې او د موټرچلوونکو د لېسنس او اړینو سندونو پلټنه شوې ده.

د یاد مدیریت مسوولینو په وینا، موټرچلوونکو ته سپارښتنه شوې چې د سفر پر مهال کمربندونه وتړي او اړین توکي له ځان سره ولري.

د نوموړي مدیریت مسوولینو ویلي چې دا لړۍ به تر هغې روانه وساتو چې ترڅو د ترافيکي پېښو ګراف راښکته شوی نه وي.

یاده دې شي چې د ټرافیکو لوی ریاست په دې وروستیو کې د ټرافیکي پېښو د لږوالي خبر ورکړی دی.

اړوند خبرونه