ډېر لوستل شوي

په میدان‌ وردګو کې د ګاز ډبې چاودنه؛ یوې کورنۍ ته ۱۹۰ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی

د میدان‌وردګو ځایي چارواکي وایي، چې د دې ولایت اړوند سیمه کې په یوه استوګنیز کور کې د ګازو ډبې چاودنه کړې ده.

له طبيعي پېښو سره د میدان‌وردګو د مبارزې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دا پېښه د سیدآباد ولسوالۍ د “شنیز” سيمې اړوند د مهرو کلي کې د نقیب‌الله په نوم د یوه اوسېدونکي په کور کې رامنځته شوې ده.

په پېښه کې که څه هم ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو په کور کې د استوګنې وسایل سوځېدلي او شاوخوا ۱۹۰ زره افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.

له طبيعي پېښو سره د میدان ‌وردګو د مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي ویلي، چې د دوی کارکوونکو له ځایه لیدنه کړې او ژمنه یې کړې، چې له زيانمن شوې کورنۍ سره به مرسته وشي.

دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګازډبو د ناسم استعمال له امله د چاودنو او اورلګېدنو پېښې ډېرې شوي دي.

اړوند خبرونه