ډېر لوستل شوي

ایران له افغانستان سره پر ښو اړيکو ټينګار؛ د کډوالو راستنیدو هوکړې تعقیبوي

د افغانستان لپاره د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په کتنه کې له افغانستان سره پر ښو اړیکو ټينګار کړی.

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې کتنه کې عراقيچي له افغانستان سره د اړیکو پراختیا اړینه بللې او زیاته کړې يې ده، چې دواړه هېوادونه باید په بېلابېلو برخو کې ګډه همکاري ولري.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ ترسره شوي تړونونه، په ځانګړې ډول له ایران څخه د افغان کډوالو د “تدریجي” راستنیدو د اسانتیا په اړه هوکړه لیکونه باید تعقیب شي.

اړوند خبرونه