ډېر لوستل شوي

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پلي کيدل؛ ملا نورالله نوري په خوست کې له پرمختیایي پروژو ارزونه وکړه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري خوست ولايت ته سفر کړی دی.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي نوري د دې ولايت د لرې پرتو ولسواليو ولسونو ته د خدمتونو په وړاند کولو ټينګار کړی او اړوند مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله له لوري ورته سپارل شوی مسووليت په پوره مانا ترسره کړي.

دغه راز د خوست مرستیال والي ښاغلي قانت په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د ده تر مشرۍ لاندې ارګانونه پوره هڅه کوي؛ تر څو په ورسپارل شویو چارو کې له جدیت او شفافیت څخه کار واخلي.

د ياد وزارت د خبر له مخې، خوست ولايت ته د ښاغلي نوري سفر موخه د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په ولسوالیو کې د پیل شویو پروژو له بهیر څخه ارزونه ښودل شوې ده.

اړوند خبرونه