ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت بريالۍ هڅه؛ په هلمند کې د يوې ماشومې ژوند وژغورل شو

د ملي دفاع وزارت د هلمند په مارجي ولسوالي کې برمې ته لويدلې ماشومې له ژغورلو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت ويلي، چې دغه څلور کلنه ماشومه ۷۰ متره برمې ته لويدلې وه، چې د دې وزارت د ژغورنې ټيم له لوري ژوندۍ راوېستل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې ملي دفاع وزارت د ژغورل شوې ماشومې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.

اړوند خبرونه