له ترهګرۍ سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې پوليسو په څلورو ولايتونو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د څو جلا پلټونکو او چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۳ میله وسلې په فاریاب، څلور میله وسلې او یوه اندازه مهمات په بلخ، یو شمېر مهمات په پروان او یو میل وسله د سمنګان ولایت اړوند سيمه کې نيولې دي. ښاغلي قانع ويلي، چې په دې تړاو درې تنه په فاریاب او یو تن د سمنګان ولایت اړوند سيمه کې نیول شوي، چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.