د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (چهارشنبه، وري شلمه) د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د واورې، شړکنده بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، بامیان، میدان وردګ او فاریاب هغه ولایتونه دي چې ښایي سبا پکې واوره او یا شړکنده بارانونه وشي.
یاد ریاست هېوادوالو ته د سېلابونو د راوتو او پسرلنیو ورښتونو کې د ځان ساتنې سپارښتنه کړې ده.