د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهابالدین دلاور په افغانستان کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون د رییس سربېره د ۶۰ هېوادونو د سرو میاشتو او سرو صلیبونو له مسولینو سره پرلیکه ناسته کړې ده.
افغاني سره میاشت ویلي، چې دې ناسته کې د ملي ټولنو د مالي سرچینو د پراختیا، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، همغږۍ او د بشرپاله فعالیتونو لا د بډاینې په تړاو خبرې اترې شوي دي.
یاده دې شي چې افغاني سره میاشت د سوري زړه لرونکو ناروغانو د درملنې ترڅنګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې له بېوزلو او معلولینو سره مرستې کوي.