د هرات والي شيخ مولانا اسلامجار له يوه خصوصي شرکت سره د نوي صنعتي ښار د تفصلي پلان او دغه راز د کوچنيو صنايعو په پار د ۱۰۰۰ جريبه ځمکې د پرمختيايي او تفصيلي پلان د جوړولو تړون لاسليک کړی دی.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر تمه ښودلې چې دغه پلان به په راتلونکو څلورو مياشتو کې بشپړ او اړوند ادارو ته به د ارزونې په موخه وسپارل شي. د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې تړون تر دې وړاندې له يو بل شرکت سره شوی و، چې د سيمهييزې سروې کارونه يې بشپړ شوي او دا مهال د تفصيلي پلان جوړېدو پړاو ته رسېدلی دی.