ډېر لوستل شوي

ټوله نړۍ کې د اعدامونو کچه لوړه شوې

د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې یو زر او ۵۱۸ کسان اعدام شوي دي.

د دې راپور په بنسټ، ایران د شاوخوا زرو تنو په اعدامولو ددې سزا د نوملړ په سر کې راغلی دی. سعودي عربستان د شاوخوا ۳۵۰ تنو په اعدامولو دویم مقام خپل کړی او عراق بیا درېیم ځای لري.

د بښنې نړیوال سازمان دغه راز ویلي، چې په نړۍ کې د ثبت شویو اعدامونو کچه د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۲۰۲۴ کال کې ۳۲ سلنه زیات شوې ده.

یاده دې شي چې د تهران له خوا په اعدامو شویو کسانو کې د افغانستان اتباع هم شته.

اړوند خبرونه