ډېر لوستل شوي

په بولدک کې د غلا هڅه شنډه شوه؛ امنيتي ځواکونو د صراف پيسې بېرته راوګرځولې

د کندهار امنيتي ځواکونو په بريالۍ توګه د دې ولايت د سپين‌بولدک ولسوالۍ اړوند له يو صراف غلا شوې پيسې بېرته راګرځولې دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مجاهدینو له یوې صرافۍ د غلا شويو نغدو پیسو (۸۳۰ زره کلدارې او ۲۷۵۰۰ افغانۍ) د بېرته ترلاسه کولو عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اسلامي امارت مجاهدینو له دې غلا څخه وروسته د پېښې سیمه کلابنده کړه او غل یې د بولدک په څلورلارې کې له یادو پیسو سره یو ځای ونیوه.

د مسوولينو په وينا، چې نیول شوی کس حیات‌الله د لالي زوی، د سپین‌بولدک اصلي اوسېدونکی دی او پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه تل د خلکو، په ځانګړې توګه د پانګه‌والو د مال او ځان ساتنې ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه