د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مخابراتي چوپړتياوو له برابرولو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند عنايتالله الکوزي په خپل اېکس پاڼه ليکلي، چې د ياد ښارګوټي په عمري کمپ کې د ۵ مخابراتي شبکو د استازوليو د فعالېدو ترڅنګ د افغان کډوالو هرې کورنۍ ته ۳ وړیا سیمکارټونه ورکول کېږي، چې یو جيبي انټرنټ او ۱۰۰۰ وړیا دقیقې هم لري.
د ښاغلي الکوزي په وينا، چې یاد سیمکارټونه به اوس مهال د افغان کډوالو د مهاجرت په فورمو ثبت او راجسټر شي او دغه راز به تر ۴ میاشتو پورې فعاله وي.
د ويلو ده، چې په ننګرهار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وخت په وخت د نورو برخو تر څنګ تورخم ښارګوټي اړوند عمري پنډغالي کې د مخابراتي استازولیو او خدمتونو وړاندې کولو له بهيره له نیږدې څارنه کوي.