ډېر لوستل شوي

کندهار کې د انارګل دودیزې مشاعرې په پار چمتووالی

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن ماخوستن په خپل اېکس د انارګل دودیزې مشاعرې په پار د لومړنۍ ناستې خبر ورکړی دی.

دې ریاست لیکلي چې په دې ناسته کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رییس مولوي انعام الله سمنګاني په مشرۍ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.

ددې ناستې ګډونوالو د مشاعري د لا ښه ترسراوي په پار خپل اندونه شریک کړي.

یاده دې شي چې د پسرلي په راتلو هرکال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دودیزې مېلې او مشاعرې ترسره کیږي.

اړوند خبرونه