ډېر لوستل شوي

امنيتي ځواکونو په پچيراګام کې يو تن د خپلې مېرمنې د قتل په تور نيولی

د ننګرهار امنيه قومانداني امنيتي ځواکونو په پچيراګام ولسوالۍ کې يو تن د خپلې مېرمنې د قتل په تور نيولی دی.

د يادې قومانداني وياند سيد طيب حماد وايي، چې ياد کس څه موده وړاندې خپله مېرمن په بې‌رحمانه توګه وژلې وه.

نوموړي زياته کړې، چې نيول شوی کس به تر لومړنيو څېړونو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. د ويلو ده، چې دغه ډول عملیات د امنیتي ځواکونو لوري د عامه امنیت او د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

اړوند خبرونه