ډېر لوستل شوي

انتونيو ګوتريش: صهيونېست رژيم په غزه کې د وحشت دروازې پرانېستې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش په غزه کې د صهيونېست رژيم له لوري د بشري مرستو د کلابندۍ کولو په تړاو سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې دغه رژيم په غزه کې د وحشت دروازې پرانېستې دي.

نوموړي په يوې خبري غونډه کې د اسراييلو له صهيونېست رژيم غوښتي، چې د فلسطيني ولس سره د مرستې په برخه کې پر ځان منل شوې نړیوالې حقوقي ژمنې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز خبرداری ورکړی، چې د لوېدیځې غاړې اشغال شوې سیمه هم د غزې په څېر د یوه بحران پر لور روانه ده.

انتونيو ګوتريش یو ځل بیا ټينګار کړی، چې د انسانيت ضد چلند ته د پای ټکی کېښودل شي، ملکي وګړي خوندي وساتل شي، د مرستو د لېږد زمینه برابره شي او د اوربند موده دې وغځول شي.

اړوند خبرونه