په کابل کې د تهران سفير عليرضا بېکدلي د ايران د علومو، تحيقاتو او ټکنالوژۍ وزير دکتور سيمايي صراف سره کتلي دي.
په کابل کې د ايران سفارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ليدنه کې د ايران او افغانستان ترمنځ د زدهکړو او علومو په تړاو خبرې شوې دي. د ويلو ده، چې دکتور سيمايي صراف له افغانستان سره په يادو برخو کې له هر ډول همکاريو هرکلی کړی دی.