ډېر لوستل شوي

بیجېنګ پر امریکایي توکو ۸۴ سلنه تعرفه وضع کړه

بیجېنګ اعلان کړی چې سر له سبا به پر امریکايي توکو ۸۴ سلنه تعرفه عملي کیږي.

د ډونالډ ټرمپ له لوري د چین پر توکو له تعرفو لګولو وروسته چین هم پر امریکايي توکو د ۸۴ سلنه تعرفو لګولو اعلان کړی دی.

ویل کیږي چې تر دې دمخه پر امریکایي توکو د چین له خوا ۳۴ سلنه تعرفه وضع شوې وه.

پر امریکايي توکو د چین له لوري د ۸۴ سلنې تعرفي لګولو پر نړیوالو مالي بازارنو هم  ناوړه اغېزه کړې او د امریکا د ونډو بازراونه هم رالوېدلي دي.

بیجېنګ په داسې حال کې پر امریکايي توکو د نوې تعرفې د لګولو اعلان کړی چې تر دې دمخه ډونالډ ټرمپ د چین سربېره په نږدې ټولو هېوادونو خپلې تعرفې څو چنده کړي دي.

اړوند خبرونه