ډېر لوستل شوي

د سلما بند درې واړه توربینونه بېرته په نورماله توګه فعاله او ۳۴ میګاواټه برېښنا تولید ته چمتو شوه

د هرات ولايت د برېښنا مسوولين وايي، چې د سلما بند درې واړه توربینونه په بشپړه او نورماله توګه فعاله او له برېښنا شبکې سره نښلول شوي دي.

د ياد ولایت د مقام ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي ویلي، دا مهال د سلما بند د برېښنا تولید ټولیز ظرفیت ۳۴ میګاواټه دی، چې د هرات ولایت د اړتیا وړ انرژۍ په برابرولو کې مرسته کوي. نوموړی د ياد بند د برېښنا ښه والی د ځايي ادارې اغيزمنه همکاري بولي او زياته وي، چې يادې هڅې به دوامداره وي.

اړوند خبرونه