د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو کابل کې د غازي لېسې سرښوونکی محمد ذاکر غوښتی او اړینې سپارښتنې یې ورته کړي دي.
په دې وروستیو کې د غازي لېسې ددې سرښوونکي یوه ویډیو لاس په لاس شوې چې د یوه زده کوونکي وېښته په نامناسبه او جبري ډول قیچي کوي.
یاد سرښوونکي خپله تېروتنه منلې ده. نوموړي ویلي چې موخه یې د زده کوونکي اصلاح وه او یاده کړنه د نظام پالیسي نه منعکسوي.
یاده دې شي چې د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو وخت په وخت له هېوادوالو سره د هر ډول تېریو څارنه کړې او مجرمینو ته اړینې سپارښتنې کړې دي.