د فاریاب د پاسپورټ مسوولینو ویلي چې د تېر ۱۴۰۳ مالي کال په ترڅ کې یې د عوایدو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
د فاریاب ځایي مسوولینو ویلي، چې تېرکال ۴۸ زره ۷۸۸ کسانو ته پاسپورټونه وېشل شوي، چې په مټ یې ۲۷۱ میلیونه ۶۲ زره ۶۵۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د فاریاب د پاسپورټ مسوولینو د کاري ځواک، د بایومیټریک وسایلو او نورو تجهیزاتو غوښتنه هم کړې ده.
یاده دې شي چې اوسمهال د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد د پاسپورټونو د ترلاسه کولو پروسه اسانه او ساده شوې ده.