ډېر لوستل شوي

د پکتیا حوزوي روغتون کې د اکمال تخصص پروګرام پرانیسته

د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نورجلال جلالي پکتیا  ته د سفر پرمهال د دې ولایت په حوزوي روغتون کې په لومړي ځل د اکمال تخصص پروګرام پرانیسته کړې ده.

نوموړي د یاد پروګرام د پرانیستې پر مهال د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برنامو ته په اشارې ویلي: هڅه کوي چې د اکمال تخصص برنامه لا پراخه او معیاري کړي؛ ترڅو د هېواد روغتیایي سیستم لا پیاوړی او شته ستونزې هوارې شي.

یاده دې شي چې سرپرست وزیر په نږدې راتلونکې کې دې روغتون کې د سي ټي سکن چوپړونو د پرانیستې خبر هم ورکړی دی.

اړوند خبرونه