ډېر لوستل شوي

د کابل ـ تهران اقتصادي هوکړه؛ د پرمختګ پر لور يې د ګډې تخنيکي کمېټې تعقيبي ناسته وشو

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې هوکړې د بشپړ پلي کېدو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې تخنيکي کمېټې تعقيبي نوبتي ناسته شوې ده.

ياد معاونيت وايي، په دې ناسته کې د سوداګرۍ پر ډېروالي، په ترانزیټ کې د شته ستونزو پر حل، د افغانستان د کرنې سکټور د میکانیزمه کولو، د ترانسپورټ په برخه کې د شويو پرېکړو پر پلي کېدو، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د ګمرکونو په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو د چمتو کولو په تړاو خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې هوکړې پر بشپړ پلي کېدو ټينګار شوی او د خبر له مخې، چې په تړاو به يې تعقيبي ناستې دوام ولري. د خبرپاڼې له مخې، ياده هوکړه د سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورټ، کرنې، کانونو او یوشمېر نورو برخو کې ۹۲ مادې لري، چې د ډېری برخو په پلي کېدو سره به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په ډېروالي کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.

اړوند خبرونه